Banner

د پکيتا يوشميرځوانانو د نا امنۍ له امله بهرته مخه کړې

23.02.2009 06:34

په پکتيا ولايت کې دنورو کلونو په پرتله بهرته دې ځوانانو تګ زيات شوى دى.
ددې ولايت ډيرى ځوانان وايې چې په دغه ولايت کې دامنيتي ستونزو اوبې کارۍ له امله دې ته اړدي شوي چې بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي.
دولايت په ګرديز ښارکې دامني قوماندانۍ مخې ته هرورځ په لسګونه ځوانان دپاسپورټ اخيستلو په موخه ولاړ وي.
په دغه ځوانانو کې ٢٦ کلن قسيم ګل چې له څو ورځو راهيسې دپاسپورټ اخيستلو په لټه کې دى وويل(( ځکه بهرته ځم چې دغه ولايت کې دپام وړکارونه نشته او نه هم څوک له وېرې پانګه اچونه کولي شي چې کارپه کې وکړم .))
همدارنګه ٢٨ کلن محبوب الله وايې چې که څه ځينې ځوانان دکارموندنې په موخه بهرته ځي خويو شمير ځوانان اوپه ځانګړې ډول پانګوال دې ناامنۍ له امله ځي.
سره له دې چې دپکيتا ولايت ځوانان دکارله نشتوالي سرټکوي ترڅنګ يې ملي سوداګرهم وايې چې دوي د ناامنۍ له امله دې ته اړ دي چې بهرته لاړ شي اوهلته پانګه اچونه وکړي.
په پکيتا کې يوتن ملي سوداګر حاجې زرين وويل((امنيتي ستونزې ورځ تربلې زوراخلي موږ نه شو کولاى په داسې شرايطو کې پانګه اچونه وکړو.
په ګرديز کې دټولنيزو چارو کارپوه ډاکتر حماس هم وايې چې که يوشمېر خلک دبې کارې له امله بهرته ځي خو ډيرو يې دامنيتي ستونزو له امله ګډې په شاه دي.
داچې دنوروکلنو په پرتله بهرته دې ځوانانو اوسوداګرو تګ څومره زيات شوي په اړه يې دې پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال عزيز احمد وردګ وويل((موږ هرورځ ددې ولايت نېږدي ١٢٠ تنو ته پاسپورټونه ورکو چې دغه شميره تيرکال ٦٠تنو ته رسيده))
خو دپکيتا والي جمعه خان همدرد وايې چې په راتلونکې کال کې دلسګونو نويو پروژو دې پلي کولو پلان لري چې ورسره به ډيرى ځوانانو په کاربوخت شي.

همدارزياته کړه چې دپکيتا ولايت خلک زياتر په امارتو اويا هم نورعربي هيوادنو کې کاربار لري نو له همدې امله يې نورهم غواړي چې کارپسې ورشي.
نوموړي داخبرې چې په پکيتا کې دامنيتي ستونزو له امله خلک بهر ته ځي ناسمې وبللې اوزياته يې کړه چې په پکيتا کې امنيت ډاډمن دى.
که څه هم په راتلونکې کال کې پکتيا ولايت کې دډيرو نويو پروژ دپلي کولو اعلان شوي خو له دې سره سره ددې ولايت خلک وايې چې دامنيتي ستونزو له امله ورته خوشحاله نه دي.

ساحل منګل:پکتيا